کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق امنیتي ځواکونو څلور لاریون کوونکي وژلي

19 عقرب 1398 ساعت 13:35


له څو اونیو راهیسې په عراق کې د حکومت پر ضد پراخ او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي.
د افغان خبری آژانس دخبر له مخی، د عراق لومړي وزیر امر کړی دی چې د لاریون کوونکو پر ضد دې پراخ عملیات پيل شي او سړکونه دې د عادي ژوند لپاره تخلیه کړل شي.
تیره ورځ دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور لاریون کوونکي وژل شوی دی.
په پنځو اونیو کې د عراق په لاریونونو کې تر ۲۶۰ پورې کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو همدا راز لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړي، خو لاریون کوونکي وايي د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره مبارزې ته ادامه ورکوي
د بشری حقونوکمیسیون په دی اړه غبرګون ښودلی او دعراق له دولته يي غوښتنه کړې چی د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالی څخه لاس واخلي.


د مطلب کود: 195218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195218/د-عراق-امنیتي-ځواکونو-څلور-لاریون-کوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com