دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 195219
سي جي ټي ان: د سیمې هېوادونه دې؛ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي
چینايي سي جي ټي ان رسنۍ په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې په سیمه کې د چین سترې پروژې روانې دي او دغه راز د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.
افغان حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړ دی.

چینايي سي جي ټي ان رسنۍ په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې په سیمه کې د چین سترې پروژې روانې دي او دغه راز د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.
 افغان حکومت باید پر وخت استخباراتي معلومات او شته تهدیدونه له ګاونډیانو سره شریک کړي او تر هغه وروسته د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي او ترهګرې ډلې وځپي.
په مطلب کې راځي چې په دې وروستیو کې پر تاجکستاني عسکرو بریدونه شوي دي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او چین هم باید دې خطر ته متوجه وي.
تر دې وړاندې هم روسیې او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره دداعش موجودیت د اندېښنې وړ بللی و او ددغه پدیدې پر ضد یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.
https://avapress.com/vdccspqso2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته