کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سي جي ټي ان: د سیمې هېوادونه دې؛ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي

19 عقرب 1398 ساعت 13:36

چینايي سي جي ټي ان رسنۍ په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې په سیمه کې د چین سترې پروژې روانې دي او دغه راز د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.


افغان حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړ دی.

چینايي سي جي ټي ان رسنۍ په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې په سیمه کې د چین سترې پروژې روانې دي او دغه راز د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.
 افغان حکومت باید پر وخت استخباراتي معلومات او شته تهدیدونه له ګاونډیانو سره شریک کړي او تر هغه وروسته د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي او ترهګرې ډلې وځپي.
په مطلب کې راځي چې په دې وروستیو کې پر تاجکستاني عسکرو بریدونه شوي دي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او چین هم باید دې خطر ته متوجه وي.
تر دې وړاندې هم روسیې او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره دداعش موجودیت د اندېښنې وړ بللی و او ددغه پدیدې پر ضد یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 195219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195219/سي-جي-ټي-ان-د-سیمې-هېوادونه-دې-ترهګرۍ-ضد-مبارزه-کې-له-افغانستان-سره-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com