کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان زده کوونکو د انتالیا علمي سیالیو کې ۱۸ مډالونه وګټل

19 عقرب 1398 ساعت 11:34


د افغان – ترک لېسو زده کوونکو د انتالیا په یوولسم علمي المپیاد کې د سرو زرو د ۵ مډالونو په شمول ۱۸ مډالونه وګټل.

 افغان زده کوونکو په دغو علمي سیالیو کې د ریاضي، بیولوژي، انګلیسي او ترکي ژبې په برخو کې ۵ د سرو زرو، ۵ د سپینو زرو او ۸ د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

 نصیب الله اندړ په دغو سیالیو کې تر ټولو غوره افغان زده کوونکی شو چې ۳ د سرو زرو او یو د برونزو مډال یې واخیست.

 افغان زده کوونکو د دغو سیالیو په ترڅ کې د نړۍ په کچه د ترکي او انګلیسي ژبو برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

 د ترکیې په کوربه توب انتالیا علمي المپیاد کې د ۱۳ هېوادونو ۱۱۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه.


د مطلب کود: 195220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195220/افغان-زده-کوونکو-د-انتالیا-علمي-سیالیو-کې-۱۸-مډالونه-وګټل

آوا
  https://www.avapress.com