دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 195222
نورستانۍ: که انتخاباتي ټیمونو سره نن هم اختلاف حل نه سو، د رأیو ارزونه پیلوو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځې غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.
د اختلاف د حل په هدف نن یو ځل بیا دواړه لوري سره کېني.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وايي کمېسیون د بیومټریک معلوماتو نه لرونکې رأیې باطلې مني، خو د دې په خبره دا رایې باید لومړی وکتل شي.
اغلې نورستانۍ وویل: “۲۴۲۳ محلونه چې دوی ورباندې اعتراض لري، باید یو ځل ولیدل شي، که بیومټریک وې، کوډ ریډر موږ لرو چې پر اساس به یې وپېژندل شي او که نه وې، باطلې به وي. موږ باید په هر صورت کې صندوق ته مراجعه وکړو. دوی وايي صندوق ته مراجعه مه کوئ، له همدې ځایه یې باطلې اعلان کړئ.”
د هغې په خبره، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرايۍ او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټونو له دوی سره غونډې کړې او ددغه تصمیم مخالف دي.
https://avapress.com/vdcgxn9qxak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته