کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت ځواکونو د دامان ولسوالۍ په یوه مسجدکي دسپکو او درنو وسلو ډیپوکشف کړی

19 عقرب 1398 ساعت 15:18


د کندهار ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د دامان ولسوالۍ د منډحصارکلي په یوه مسجد کي د سپکو او درنو وسلو یو ډیپو کشف او وسلې یې ضبط کړي دي.
دکندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي، چي په مسجد کي دغه وسلې د مسجد ملاامام پیر محمد او يوه بل کس، چي نور احمد نومېږي او په جانان مشهور دی، ساتلي وې.
په نيول سوو وسلو کي ۳۰ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۲ دانې قندانۍ ماینونه، ۱۵۰ چکۍ C4 باروت، ۱۲ دانې د ماین کانچې،۲۵۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۷۰ دانی د پیکا مرمۍ، ۱۵ عدده د بم افګن مرمۍ، دوه دانې چسپکي ماینونه، ۲۵ دانې د ماین کپسولونه، دوه کیلو باروت، درې بنډله د ماین سانیه سوز لین، ۲۰ دانې د ماین پټاکۍ، ۲۰ دانې د توغندۍ لپاره ساعتونه، یو پارسل د ماین جوړولو پرزې،۶ دانې ریموټ کنټرول، یوه دانه میګر، یوه دانه د ماین دستکاه او لس د کلاشینکوف شاجورونه شامل وه.


د مطلب کود: 195224

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195224/ملي-امنیت-ځواکونو-د-دامان-ولسوالۍ-په-یوه-مسجدکي-دسپکو-او-درنو-وسلو-ډیپوکشف-کړی

آوا
  https://www.avapress.com