دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 195224
ملي امنیت ځواکونو د دامان ولسوالۍ په یوه مسجدکي دسپکو او درنو وسلو ډیپوکشف کړی
د کندهار ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د دامان ولسوالۍ د منډحصارکلي په یوه مسجد کي د سپکو او درنو وسلو یو ډیپو کشف او وسلې یې ضبط کړي دي.
دکندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي، چي په مسجد کي دغه وسلې د مسجد ملاامام پیر محمد او يوه بل کس، چي نور احمد نومېږي او په جانان مشهور دی، ساتلي وې.
په نيول سوو وسلو کي ۳۰ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۲ دانې قندانۍ ماینونه، ۱۵۰ چکۍ C4 باروت، ۱۲ دانې د ماین کانچې،۲۵۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۷۰ دانی د پیکا مرمۍ، ۱۵ عدده د بم افګن مرمۍ، دوه دانې چسپکي ماینونه، ۲۵ دانې د ماین کپسولونه، دوه کیلو باروت، درې بنډله د ماین سانیه سوز لین، ۲۰ دانې د ماین پټاکۍ، ۲۰ دانې د توغندۍ لپاره ساعتونه، یو پارسل د ماین جوړولو پرزې،۶ دانې ریموټ کنټرول، یوه دانه میګر، یوه دانه د ماین دستکاه او لس د کلاشینکوف شاجورونه شامل وه.
https://avapress.com/vdcirwaz5t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته