دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 195225
سیګار: افغانستان کې په کوکنارو د بوختو خلکو شمېر له ملي اردو زیات دی
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستانکې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې برخه کې ۸ میلیارده او ۹۴۰ میلیونه ډالر لګولي دي.
 سیګار ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پر مهال تولید شوي مخدره توکي د دغه هېواد د ټولو صادراتو  له پیسو لوړ وو.
 سیګار وایي که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۲۰ سلنه د کوکنارو کښت راکم شوی خو لا هم افغانستان د کوکنار د تولید له کبله دویم لوی هېواد دی او اوس کوکنار د افغانانو د معیشیت اساسي توکی ګرځېدلی دی.
 راپور وايي، افغانستان کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، ټولولو او سوداګرۍ بوخت کسان د افغانستان د ملي اردو له سرتېرو زیات دي.
 خو د سیګار راپور په داسې حال کې ورکول شوی چې شنونکي په امریکا نیوکه کوي چې د مخدره توکو کاروبار ته یې په افغانستان کې وده ورکړې ده.
دوی وايي، نه پوهېږي چې امریکا دا نهه میلیارده ډالر د کوکنارو په ضد مبارزه کې چېرته لګولي دي؟
https://avapress.com/vdcj8ieviuqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته