کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: افغانستان کې په کوکنارو د بوختو خلکو شمېر له ملي اردو زیات دی

19 عقرب 1398 ساعت 11:44


سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستانکې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې برخه کې ۸ میلیارده او ۹۴۰ میلیونه ډالر لګولي دي.
 سیګار ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پر مهال تولید شوي مخدره توکي د دغه هېواد د ټولو صادراتو  له پیسو لوړ وو.
 سیګار وایي که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۲۰ سلنه د کوکنارو کښت راکم شوی خو لا هم افغانستان د کوکنار د تولید له کبله دویم لوی هېواد دی او اوس کوکنار د افغانانو د معیشیت اساسي توکی ګرځېدلی دی.
 راپور وايي، افغانستان کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، ټولولو او سوداګرۍ بوخت کسان د افغانستان د ملي اردو له سرتېرو زیات دي.
 خو د سیګار راپور په داسې حال کې ورکول شوی چې شنونکي په امریکا نیوکه کوي چې د مخدره توکو کاروبار ته یې په افغانستان کې وده ورکړې ده.
دوی وايي، نه پوهېږي چې امریکا دا نهه میلیارده ډالر د کوکنارو په ضد مبارزه کې چېرته لګولي دي؟


د مطلب کود: 195225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195225/سیګار-افغانستان-کې-په-کوکنارو-د-بوختو-خلکو-شمېر-له-ملي-اردو-زیات-دی

آوا
  https://www.avapress.com