د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې نن ماښام ۶ بجې، د یوه هوایي برید په پایله کې، د طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون، ۴ طالب ترهګر ووژل شول.
ویس الدین هغه کس وو چې درې ورځې مخکې، د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان یې په لوګر کې په شهادت رسولي وو. دغه قاضیان چې له پکتیا څخه کابل ته راتلل، د لارې په اوږدو کې په لوګر ولایت کې د ویس الدین له لوري شهیدان شول.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)