د پکتیا د دريو قاضیانو قاتل، په لوګر کې ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1398 ساعت 11:48

د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې نن ماښام ۶ بجې، د یوه هوایي برید په پایله کې، د طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون، ۴ طالب ترهګر ووژل شول.



ویس الدین هغه کس وو چې درې ورځې مخکې، د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان یې په لوګر کې په شهادت رسولي وو.
دغه قاضیان چې له پکتیا څخه کابل ته راتلل، د لارې په اوږدو کې په لوګر ولایت کې د ویس الدین له لوري شهیدان شول.


د مطلب کود: 195227

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/195227/د-پکتیا-دريو-قاضیانو-قاتل-په-لوګر-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com