کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: له کمیسیونه د قانون خلاف څه نه غواړو، خو د قانون خلاف کړنې هم نه منو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1398 ساعت 14:25

د ثبات او همپالنې ټیم مشر او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي د ټاکنو کمیسیون د پریکړې درناوی کوي، خو دا پریکړې باید د قانون او طرز العملونو له مخې وي.



عبدالله وویل د ټاکنو له کمیسیونه د قانون خلاف کومه غوښتنه نه لري، خو د قانون خلاف کړنې هم ورته د منلو نه دي.
ښاغلي عبدالله نن یکشنبه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې خپلو پلویانو او رسنیو ته خبرې کولې.
عبدالله عبدالله وویل داځل د خلکو له رایو نه تیریږي او تر وروستۍ سلګې پورې به د دوی د رایو دفاع کوي.
هغه وویل لکه څرنګه چې تیر ځل ټاکنو کې مصلحت دا و چې جوړجاړی وکړي، دا ځل مصلحت دا دی چې له هر ډول جوړجاړی تیر شی اود خلکو له رایو دفاع وکړي.
د عبدالله دا غبرګون له هغه وروسته رامنځته کیږي، چې د ټاکنو کمیسیون پرون په یو شمیر ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې د پيلیدو اعلان وکړ.
د عبدالله عبدالله ډلې د کمیسیون د دې پریکړې په غبرګون کې وایي لومړی باید د بایومټریک شوو رایو شمیر معلوم شي او هغه رایې چې بایومټریک شوي نه دي، باطلې شي او وروسته د بیا شمیرنې بهیر پیل شي.
ښکاري دا لانجه د هغو ۳۰۰ زرو رایو په اړه ده چې له بایومټریک پرته کارول شوي دي، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.
د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې یواځې هغه رایې د اعتبار وړ دي چې د بایومټریک ماشین په مرسته کارول شوي وي.
عبدالله د نن ورځې په څرګندونو کې د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې د بیا شمیرنې بهیر ودروي او رامنځته شوې ستونزه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې له دوی سره د خبرو له لارې حل کړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه که چیرې د بیا شمیرنې بهیر د دوی د څارونکو په نشتون کې پيل شي، پایله یې هیڅ مشروعیت نه لري.
عبدالله دولت جوړونکی ټیم په دې تورن کړ چې ګني هڅه کوي د درغلیو له لارې واک ته ورسیږي.
هغه وویل دی د ټاکنو د بحران پلوی نه دی، خو په وینا یې که چیرې افغانستان د بحران پر لور لاړ شي، نو پړه به یې د دولت جوړونکي ټیم پر غاړه وي.
ثبات او همپالنې ټیم د دوی غوښتنو نه منل کیدو په صورت کې، د ځينو سوله ییزو اقداماتو ګواښ هم وکړ.
عبدالله ډاډ ورکړ چې دا ځل به د ټاکنو پایلې یواځې د خلکو د پاکو رایو پر اساس وي..
 


د مطلب کود: 195236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195236/عبدالله-له-کمیسیونه-د-قانون-خلاف-څه-نه-غواړو-خو-کړنې-هم-منو

آوا
  https://www.avapress.com