کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله؛ د ټاکنو پایلي په مشروط ډول منم

19 عقرب 1398 ساعت 18:29

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چي د رأیو د بیا شمېرلو بهیر ژر تر ژره ودروي.


ښاغلي عبدالله  د لویي جرګې په خېمه کي د خپلو پلویانو غونډي ته وویل: “زمونږ ټېم خبرو ته چمتو دی، دغه خبري کيدای سي د نړیوالو او داخلي ناظرینو او ټیفا او فیفا په حضور کي تر سره سي، موږ کړکيچ ته د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کي نه یو، بلکي له درغلیو څخه د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کوو.”
هغه د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، که چېري د ‘د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ’ له ناظرینو پرته د رأیو شمېرلو ته دوام ورکړي، پر وړاندي به یې سوله ایزو اقداماتو لاس پوري کړي.
عبدالله عبدالله وویل، چي د ټاکنو کمېسیون لخوا د رأیو بیا شمېرلو بهیر د اساسي قانون خلاف دی او زیاته یې کړه، چي نوموړی یې پایلي نه مني.
نوموړي زیاته کړه: “پاکي رایې باید له ناپاکو رایو څخه بېلي سي” تر اخیر به ودریږو، او د ټاکنو پایلي “یوازي” په هغه صورت کي منم، چي د افغانستان د خلکو د رایو په اساس اعلان سي.
هغه همدارنګه وویل: “زه د کړکيچ طرفدار نه یم، او که خدای مه کړه هېواد د کړکيچ خوا ته ولاړی مسؤلیت به یې … د دولت ساز ټېم په غاړه وي. ”
دا په داسې حال کي ده، چي د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا شمېرلو په اعلان سره وویل، که د کوم کاندید ناظرین د رایو شمېرلو په بهیر کي ګډون و نه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 195243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195243/عبدالله-د-ټاکنو-پایلي-په-مشروط-ډول-منم

آوا
  https://www.avapress.com