خوښ ديک ۰

کندهار؛ له تري جي اکاډمي څخه ۱۳۶تنه فارغ سول

نن په کندهار کي له تري جي اکاډمي څخه د انګليسي او کمپيوټر په برخه کي ۱۳۶تنه فارغ سول. د تري جي اکاډمي ادارې د دغو کسانو د فراغت په موخه غونډه جوړه کړې وه.
په فراغت غونډه کي د تري جي اکاډمي مشر فريداحمد رشيدي وویل چي تل به هڅه کوي چي د ځوانانو له پاره د تعلیم زمینه مساعده کړې او په دغه برخه کي کار وکړي.
 نوموړي وویل چی له بې وزلي او بې سرپرسته کسانو سره يې همکاري کړې او دغه همکاري ته به ادامه ورکوي. رشيدي وویل چي د ځوانانو له پاره يې انلاين د زده کړو زمينه هم برابره کړې ده.
د کندهار ولايت د بشري منابع رئیس جاويداحمد سلطاني په دغه غونډه کي خبري وکړې او يې ویل چي ځوانان د ټولني د ملاتېر حیثیت لري؛ نو ځکه باید زده کړو ته وهڅول سي او په ټولنه کي د ژوند معیار برابر کړي.
یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود: 195264 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *