په فراغت غونډه کي د تري جي اکاډمي مشر فريداحمد رشيدي وویل چي تل به هڅه کوي چي د ځوانانو له پاره د تعلیم زمینه مساعده کړې او په دغه برخه کي کار وکړي.
نوموړي وویل چی له بې وزلي او بې سرپرسته کسانو سره يې همکاري کړې او دغه همکاري ته به ادامه ورکوي. رشيدي وویل چي د ځوانانو له پاره يې انلاين د زده کړو زمينه هم برابره کړې ده.
د کندهار ولايت د بشري منابع رئیس جاويداحمد سلطاني په دغه غونډه کي خبري وکړې او يې ویل چي ځوانان د ټولني د ملاتېر حیثیت لري؛ نو ځکه باید زده کړو ته وهڅول سي او په ټولنه کي د ژوند معیار برابر کړي.