خوښ ديک ۰

د جلغوزیو وچه مېوه په نړیوال بازار کې ښه مارکېټ موندلی

د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د جلغوزیو وچه مېوه په نړیوال بازار کې ښه مارکېټ موندلی
د کرنې وزارت وایي، د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، کرنې وزارت په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه پکتیا او پکتیکا کې په ځنګلونو کې نوي نیالګي هم کېنولي او دا پروسه دوام لري.
نوموړی
د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
وایي، سږ کال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي اخیستل شوي چې د تېر کال په پرتله زر مټریک ټنه ډېروالی په کې ښودل کیږي.
\رستمي زیاتوي، چې د هوایي دهلیزونو له لاري چین ته د یادې وچې میوې صادرات روان دي او په نړیوال بازار کې یې هم ښه مارکېټ موندلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په یاد ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو خلکو شکایت درلود چې ځنګلونه یې له څو کلونو راهیسې د زورواکو له لوري وهل کېږي او بیا بهر ته قاچاق کېږي.
یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود: 195265 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *