کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جلغوزیو وچه مېوه په نړیوال بازار کې ښه مارکېټ موندلی

19 عقرب 1398 ساعت 18:45

د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


د کرنې وزارت وایي، د تېر کال په پرتله د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، کرنې وزارت په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه پکتیا او پکتیکا کې په ځنګلونو کې نوي نیالګي هم کېنولي او دا پروسه دوام لري.
نوموړی وایي، سږ کال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي اخیستل شوي چې د تېر کال په پرتله زر مټریک ټنه ډېروالی په کې ښودل کیږي.
\رستمي زیاتوي، چې د هوایي دهلیزونو له لاري چین ته د یادې وچې میوې صادرات روان دي او په نړیوال بازار کې یې هم ښه مارکېټ موندلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په یاد ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو خلکو شکایت درلود چې ځنګلونه یې له څو کلونو راهیسې د زورواکو له لوري وهل کېږي او بیا بهر ته قاچاق کېږي.


د مطلب کود: 195265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195265/د-جلغوزیو-وچه-مېوه-په-نړیوال-بازار-کې-ښه-مارکېټ-موندلی

آوا
  https://www.avapress.com