دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 195266
هوايي ځواکونو زابل کې د طالبانو خطرناک قومندان ملا حمدو وژلی
دفاع وزارت په یو هوايي برید کې زابل لپاره د طالبانو د یو مهم او خطرناک قومندان د وژلو خبر ورکړی دی.
 د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته وویل، ملا حمدو چې د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مسوول او خطرناک ترین قومندان و، له خپلو دوو ساتونکو سره د افغان ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
 د ښاغلي احمدزي په خبره، ملا حمدو له القاعدې سره نږدې اړیکې لرلې او د زابل ولایت په کچه یې ګڼو  بریدونو، ماین چاودنو، ځانمرګو او د زابل د موټر بم پیښې پلانوونکی و.
دا په داسې حال کې ده چې شاهین قول اردو نن سهار ادعا کړې وه چې په فاریاب کې یې د طالبانو قاضي، د سرې قطعې قومندان او دوه ازبکستانیان هم وژلي دي.
https://avapress.com/vdcepn8zpjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته