کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هوايي ځواکونو زابل کې د طالبانو خطرناک قومندان ملا حمدو وژلی

19 عقرب 1398 ساعت 18:46


دفاع وزارت په یو هوايي برید کې زابل لپاره د طالبانو د یو مهم او خطرناک قومندان د وژلو خبر ورکړی دی.
 د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته وویل، ملا حمدو چې د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مسوول او خطرناک ترین قومندان و، له خپلو دوو ساتونکو سره د افغان ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
 د ښاغلي احمدزي په خبره، ملا حمدو له القاعدې سره نږدې اړیکې لرلې او د زابل ولایت په کچه یې ګڼو  بریدونو، ماین چاودنو، ځانمرګو او د زابل د موټر بم پیښې پلانوونکی و.
دا په داسې حال کې ده چې شاهین قول اردو نن سهار ادعا کړې وه چې په فاریاب کې یې د طالبانو قاضي، د سرې قطعې قومندان او دوه ازبکستانیان هم وژلي دي.


د مطلب کود: 195266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195266/هوايي-ځواکونو-زابل-کې-د-طالبانو-خطرناک-قومندان-ملا-حمدو-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com