دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 195267
په کندزکې دطالبانو سرې قطعې قوماندان ووژل شو
 د کندزولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې دافغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو دسرې قطعې قوماندان وژل شوي دی.

دکندز ولایت ځایی چارواکي وايي،چې وژل شوي قوماندان عبدالباسط نومیږي اوپه کندزولایت کې یې په وژنو، چاودنو کې لاس درلود.

ځایی چارواکي وايي،چې په یادو عملیاتوکې دطالب وسلوالو ۵ قرارګاوې،۳دوسلو زیرمې،۱زندان او یوشمیر نور سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvtdyew6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته