دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 195271
فضل الرحمن: په پاکستان کې د غلامانو غوندې ژوند کول نه غواړو
د پاکستاني حکومت پر ضد د جمعیت علماؤ اسلام ( ف) مذهبي ګوند په مشرۍ په اسلام اباد کې اپوزیسیون ګوندونو لاریونونه د لسمې ورځې لپاره هم روان دي چې پرون پکې یوه غونډه د حضرت محمد ( ص) د زوکړې ورځې لپاره ځانګړې شوې وه.
پرون په دې مهمه او پراخه غونډه کې د جمعیت علماؤ ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو اپوزیسیون ګوندونو په ګډون یو شمېر مخکښ دیني عالمانو او په زرګونه خلکو ګډون کړی وو.
مولانا فضل الرحمان په دې پراخه غونډه کې د سیرت النبي د موضوع د بحث ترڅنګ یو ځل بیا د عمران خان د اوسني حکومت په اړه خبرې وکړې هغه وویل، د عمران خان حکومت جعلي او نامشروح دی چې د دوی له لوري به ډیر ژر له منځه ولاړ شي.
مولانا فضل الرحمان زیاتوي، موږ اوسنی حکومت په هیڅ صورت کې نه منو، مونږ په هېواد کې د یو باعزته، جایز، جمهوري، او ایني حکومت راتلل غواړو چې خلک پکې په ډیر ویاړ او عزت سره ژوند وکړي، نه د غلامۍ ژوند.
فضل الرحمان د پاکستان حکومتي ادارو ته هم اخطار ورکړ هغه وایي” د دې هېواد هره اداره دې په خپله دایره کې دننه کار وکړي، په هر کار کې دې کار نه لري، نو په دې ترتیب سره به هېڅ کله جګړه پېښه نه شي.
پرون هم مولانا فضل الرحمان په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې هغه مهال د عمران خان حکومت سره مذاکراتو ته کېني کله چې نوموړی له خپلې دندې استعفی اعلان کړي.
فضل الرحمان زیاتوي، که پاکستانی حکومت دوی ته د مذاکراتو په موخه ورځي نو دا به په دې معنا وي چې عمران خان له خپلې دندې استعفی اعلان کړه، ځکه چې د دوی شرط هم دادی چې هغه مهال مذاکرات کوي څو پورې چې عمران خان له دندې تېر شوی نه وي.
نوموړی وایی، د عمران خان حکومت په داسې حال کې قرار لري چې پرمختګ او وړاندې تګ په هیڅ ډول نه شي کولی نو له دې ښه ده چې عمران خان خپله استعفی اعلان کړي او ولس له خپلو حقوقو برخمن شي.
د یادولو ده نوموړی وایي، اسلام اباد ته یې د راتګ او د لاریونونو هدف دادی چې نړیوالو ټولنو او هېوادونو ته دا ثابته کړي چې اوسنی حکومت د ولس استازیتوب نه شي کولی
https://avapress.com/vdca0mn6649nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته