دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 195273
افغان ځواکونه له نشه يي توکو سره د مبارزې توان لري خو په دې وروستیو پنځو کلونو کې له نشه يي توکو سره مبارزه ټکنۍ شوې ده
کابل – د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د امریکا د څار اداره  (سیګار) وايي چې د افغانستان حکومت د نشه یي توکو لوی قاچاق کوونکي نه نیسي.
سیګار په تازه راپور کې ویلي چې افغان ځواکونه له نشه يي توکو سره د مبارزې توان لري او د امریکايي نظامي ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري، خو  په دې وروستیو پنځو کالو کې د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ کې بدلون له نشه يي توکو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده.
دغه ډول یې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړي پولیس او د کوکنارو اړولو کشفي ځواکونه او قطعات هم کمزوري کړي دي.
سیګار په خپله ارزونه کې د امریکا د عدلیې وزارت د راپور له مخې وايي چې افغان حکومت د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي نه نیسي او يو شمېر زورواکي د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لري.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا له نشه يي توکو سره مبارزه بریالۍ بولي. د کورنیو چارو وزارت معین محمد هاشم اورتاق وايي چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د لويو قاچاق کوونکو په ګډون د نشه يي موادو څلور زره قاچاق کوونکي نیولي دي.
ده وویل: “موږ د هېواد په کچه درې زره عملیاته کړي، د دې عملياتو په نتیجه کې مو د نشه يي موادو د قاچاق په تور څلور زره کسان نیولي چې ستر قاچاق کوونکي هم پکې شامل دي، افغانستان د نشه يي توکو قرباني هېواد دی، ځکه نو باید یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په نړیواله او سیمه ییزه کچه مبارزه ورسره وشي، که په نړۍ کې د نشه يي توکو غوښتنه را کمه کړل شي، په افغانستان کې یې کښت خپله کمېږي، له بده مرغه چې اوس یې په نړۍ کې غوښتنه ډېره ده.”
دا په داسې حال کې ده چې پخوا امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړې ستراتیژي درلوده، خو له (۲۰۱۷) کال راهيسې له نشه يي توکو سره مبارزه د جنوبي اسیا د نظامي ستراتېژۍ برخه ګرځېدلې او له قاچاق کوونکو سره مبارزه هم افغان دولت ته سپارل شوې ده.
https://avapress.com/vdccmpqs12bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته