دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 195275
کندهاروالي د پوهنې د وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي سره وکتل
دپوهنې وزیر ډاکټرمیرویس بلخي اوکندهاروالي حیات الله حیات ترمینځ لیدنه کي د کندهارولایت د پوهني وروستی حالت وڅېړل سو
دپوهنې وزیر ډاکټرمیرویس بلخي اوکندهاروالي حیات الله حیات ترمینځ لیدنه کي د کندهارولایت د پوهني وروستی حالت وڅېړل سو
کندهار والي حیات الله حیات کابل ته د خپل سفر په ترڅ کي نن یکشنبه د یو شمیر رئیسانو په ملتیا د پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي سره وکتل او دواړو لورو د کندهار د پوهني حالت، شته ستونزو په ځانګړي ډول په یاد ولایت کي د نوو اقداماتو وروسته د ښوونیزو خدمتونو حالت په اړه خبري اتري وکړې.
په لیدنه کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، چي د کندهار په معارف ریاست کي تر وروستیو بدلونو راوستلو وروسته ولایتي اداره هڅه کوي، د پوهني پراختیا او کیفیت ته کار وکړي او په همدې موخه ولایتي رهبري د معارف شورا سره په ګډه هره اوونۍ ځانګړې ورځ د معارف د ستونزو حل ته مشخصه کړې، ترڅو په معارف کي شته ستونزي په پوره تدبیر سره حل کړي.

کندهار والي یادونه وکړه، چي د کندهار معارف ریاست لپاره دي ۵۰۰۰ تنه اضافه تشکیل منظور سي او همدارنګه یې د حق الزحمه ښوونکو، د درسي کتابونو نشتون او نیمه کاره پروژو اړوند ستونزي شریکي کړې او همدارنګه یې پر یو شمیر نورو مهمو مسایلو هم خبري وکړې.
وروسته د پوهني وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي په لیدنه کي د ښوونیزو خدمتونو دښه والي او پراختیا په موخه د پوهنې وزارت او د کندهار ولایتي چارواکو د همکاريو دپياوړتیا غوښتونکی سو او ټولو ولایتونو ته يې د پوهني پروګرامونو او وسایلو، ښوونیزو خدمتونو ته د یوشان لاسرسي لپاره د پوهنې وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه یادونه وکړه.
ښاغلي بلخي د کندهار والي حیات الله حیات له ښو کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، د پوهنې وزارت سره د لازیاتو همکاریو ژمنه ورکړه او د کندهار والي د ښوونې او روزنې ښه والي لپاره يې په سکتوري برخو کي دهمغږۍ او یووالي رامینځ ته کولو په موخه ولایت په مقام کې د ښوونې او روزنې په نامه د یوې ورځې د ځانګړې کولو څخه هم مننه وکړه.
په لیدنه کي پر یو شمیر نورو مسایلو هم خبري وسوې او د حل په موخه لازم نظریات شریک سول.
https://avapress.com/vdcefn8znjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته