دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 195278
دهلمند زرګونه اوسېدونکو د برېښنا دلوړي تعرفې په غبرګون لاریون وکړ
دوی له تیرو اتو ورځو راهیسي د برېښنا ریاست مخې ته خیمه وهلې ده، او غوښتنه کوي، چي د برېښنا نرخ دي کښته سي.
اوس مهال هلمند کي د یو کیلواټ برېښنا قیمت له شپږ افغانیوڅخه تر پنځه ویشت افغانۍ پوري رسیږي.
له تیرو اتو ورځو راهیسي هلمند کي د برېښنا د لوړ نرخ په غبرګون هلمندیانو خیمه وهلې ده ، او دوی غوښتنه کوي، چي د برېښنا قیمت دي ټيټ سي، ترڅو د خلکو توان ورسیږي، چي خپله برېښنا استعمال کړي.
 
نن د ښار اکثره دوکانونه بند وه ، او عام اوسیدونکي د ښار منځ ته راوتلې وه ، دوی د یوه پراخ لاریون پر مهال وویل : ترڅو چي د برېښنا نرخ یو کیلواټ په یوه نیمه افغانۍ نسي ، نو لاریون ته به دوام ورکوي.
د دې مظاهرې ګډون وال وايي : د هلمند د کجکې د اوبو له امله د سیلاب تاوانونه هلمندیان زغمي ، خو برېښنا يي په لوړ قیمت پر خرڅیږي.
د هلمند د برېښنا رئیس وحیدالله علیزی وايي : د خلکو دا غوښتنه يي د برېښنا شرکت تر عمومي رئیس رسولې ده ، خو د نرخونو د ټيټولو صلاحیت یوازي د وزارتونو په کچه بورډ لري ، دی وايي د برېښنا شرکت عمومي ریس کندهار کي یوه غونډه رابللې ده ، ترڅو د خلکو ستونزي واوري.
 
له دې سره سره ، مظاهره کونکي پر ریاست هم تورلګوي ، چي مامورین يي د بیلونو په چاپولو کي فساد کوي ، او د یوه کورنی مصرف پر بل ور جمع کیږي.
د هلمند په ولایت کي د برېښنا نرخ بیلابیلي کټګوری لري ، خو د کورونو برېښنا قیمت یو کیلواټ له شپږ افغانی څخه پیل بیا تر پنځه ویشت رسیږي ، د دې ولایت اوسیدونکې وايي دغه ډول نرخونه ورته د منلو وړ نه دي.
 
 
https://avapress.com/vdchqmnz623nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته