دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 195286
د بیجنګ غونډې د ګډون کوونکو نومونه له چین سره شریک شوي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په بجینګ کې د افغانانو ترمنځ غونډې د ګډون کوونکي پلاوي نومونه د چین له حکومت سره شریک شوي دي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دغه پلاوي د غړو نومونه نه په ډاګه کوي او وايي تر هغې چې په چین کې د افغانانو ترمنځ د غونډې نېټه مالومه نه شي، د دغه پلاوي د غړو نومونه به په ډاګه نه کړي. 
د بیجنګ غونډې څرګنده او مشخصه نېټه مالومه نه ده، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي چې شونې ده چې په چین کې د افغانانو ترمنځ غونډه د نومبر په ۲۱مه نېټه جوړه شي.
ښاغلی صدیقي همدارنګه زیاتوي چې په چین کې د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو نوملړ له ګوندونو او سیاسي بهیرونو سره تر هوکړې وروسته جوړ شوی دی.
هغه زیاتوي:«زموږ په باور، له وخت څخه لږ مخکې ده چې موږ دا نوملړ په ډاګه کړو. د دې ترڅنګ ځينې کسان دې ته لېواله دي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي چې یو ښه کار دی او مو هڅه کوو چې زموږ نوملړ یو ټول شموله هغه وي.»
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینې وايي چې، د ګډونوالو شمېر به د پنځلسو تر شلو کسانو وي؛ خو د مخکیني ولسمشر حامد کرزي نږدې کسان پر دې نوملړ نیوکې لري.
سیاسي فعال شهزاده مسعود وايي:«هغه نوملړ چې د نومبر په لومړنۍ نېټه چمتو شوی و، یو ښه نوملړ و او چينایانو ته هم سپارل شوی و او تر کومه ځایه چې زه خبر لرم طالبانو هم هغه نوملړ منلی و، خو وروسته په هغه نوملړ کې لاسوهنه شوې ووه او له همدې امله دا غونډه وځنډېده.»
له بل لوري په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو په موخه د ولسمشر غني د یوه پلاوي د شتون په اړه هم په ځینو رسنیو کې راپورونه خپاره شوي؛ خو دغه راپورونه د ملي امنیت مشاوریت د دفتر له لوري بې بنسټه بلل شوي دي.
د ملي امنیت د مشاوریت ویاند کبیر حقمل په دې اړه څرګنده کړه:«د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر له لوري، له کوم لوري سره د خبرو اترو لپاره هېڅ کوم پلاوی کوم هېواد ته نه دی استول شوی.»
ټاکل شوې وه چې په چین کې د افغانانو ترمنځ غونډه د اکټوبر په ۲۹ او ۳۰ نېټې جوړه شي - خو د نامالومو دلایلو له امله وځنډول شوه.
تېره ورځ اجراییه ریاست هم وویل چې ټاکل شوې د بیجنګ غونډه تر راتلوونکو دوه اوونیو جوړه شي.
 
https://avapress.com/vdcg7n9q3ak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته