دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۱
د مطلب کود : 195287
یو داکتر د کابل په انتاني روغتون یوه نرسه وهلې ډبولې
د انتاني ناروغیو روغتون نرسې کریمه نومې ویلي؛ تېره ورځ ماښام هغه مهال، چې غوښتل یې لمونځ وکړې، لومړی داکتر زمان ورته سپکاوی او کښنځلې کړي او وروسته یې د همکارانو په مخکې وهلې او ډبولې ده.

دغه ډبول شوې نرسه نهه میاشتي کیږي، چې په انتاني روغتون کې دنده تر سره کوي. هغه د شنبې پر ورځ نوکریواله وه؛ خو ادعا کوي، چې په دې روغتون کې تل له کارکوونکیو سره  د داکتر زمان لخوا  سپک او بد چلند کیږي.
د انتاني ناروغیو دولتي روغتون نرسه کریمه نومې وایي؛ پر سر یې څپېړه راکړې، ویښتو ته یې لاس رااچولی او پر لغته یې وهلې یم. 
د دغې نرسې د څرګندونو له مخي؛ یاد داکتر ان د نرسنګ مدیر وهلی او هیڅوک مو ملاتړ نکوي.    
د دغې نرسې ورور نجیم، چې له دغې پېښې خبر شوی او روغتون ته ورغلو؛ خو وایي، چې داکتر زمان هغه هم وهلی او ډبولی دی.
د کریمې ورور نجیم ، چې پر سترګه او تندي ټپي شوی وایي؛  کله ، چې روغتون ته د خپلې خور د لیدو لپاره ورغلم یو ناڅاپه یې زه هم ووهلم سر یې راته پر ځمکه وسولولو او پر سوکانو یې ووهلم.
پولیس، چې د څېړنو لپاره روغتون ته راغلي؛ له داکتر زمان او د دغه روغتون له نورو کارکوونکیو سره مونږ ته د خبرو کولو اجازه رانکړ شوه.
د کریمې ماما محمد سلیم وایي، چې دغه داکتر پر ښځینه وو لاس پورته کړی او وهلې یې ده.
د کریمې مور هم ویلي؛ چې داکتر یې د لور په حق کې ظلم کړی او وهلې ډبولې یې ده.   
د عامي ورغتیا وزارت وایي، دغه موضوع به په جدې توګه وڅېړل شي.
د عامي ورغتیا د تخصصي روغتونونو رییس نظام الدین جلیل ویلي، چې همکاران مو روغتون ته رسیدلي او دا موضوع به پوره وڅېړل شي.         
د دې نرسې کورنۍ له حکومت څخه غوښتي، چې دا قضیه وڅېړي او په انتاني روغتون کې له کارکوونکیو سره د بد چلند فرهنګ پای ته ورسوي.
 
https://avapress.com/vdch6mnzq23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته