کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر ځلاند:

د سولې راتلو لپاره ښه زيري لرو او طالبان د واک انحصار نه غواړي

20 عقرب 1398 ساعت 9:26


د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند د ليکوالو او سياسي چارو د کارپوهانو د نهه کسيز پلاوي په ملتيا د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره د افغانستان بحران په سياسي حل خبرې کړي دي.
ډاکټر ځلاند له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تېره ورځ يې د شيخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره د سولې په اړه هر اړخيزه ناسته درلوده.
ډاکټر ځلاند زياته کړه، چې طالب ديپلوماتانو سره يې د سولې خبرو د درېدو په لاملونو، د مذاکراتو د بيا پيلېدو په شونتيا، د بين الافغاني خبرو او راتلونکي حکومت په جوړښت او څرنګوالي خبرې کړي دي.
ولس او ځوانانو ته د طالبانو پيغام
د ډاکټر ځلاند په خبره طالبان د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره دا پيغام درلود، چې طالبانو له امريکا سره د نهوو پړاوو مذاکراتو پر مهال دا ثابته کړې، چې دوی د نظامي مقاومت سربېره د افغانستان بحران سوله ييز حل ته هم ژمن دي او کولی شي، چې روانه کشاله له سوله ييزې لارې حل کړي.
هغه وايي، له طالبانو سره د لومړنۍ ورځې ناستې پر مهال ورته روښانه شوې، چې سوله راتلونکې ده او طالبان د سیاسي جهتونو سربېره له ځوان قشر سره په قطر او نورو مناسبو ځايونو کې خبرو ته تيار دي.
ډاکټر ځلاند وويل، چې نن دوشنبه به هم د طالبانو له ديپلوماتانو سره د سولې، روان تاوتريخوالي د کمولو پر لارو چارو او ورته نورو مسائلو خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له کابل څخه قطر ته په تللي پلاوي کې د ډاکټر ځلاند سربېره د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون، نېکمل، نظر محمد مطمئن، شفيع اعظم، اسد وحيدي، ولي الله شاهين او خیرالله شينواري ملګري دي.


د مطلب کود: 195310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195310/د-سولې-راتلو-لپاره-ښه-زيري-لرو-او-طالبان-واک-انحصار-نه-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com