دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 195314
د بیجنګ بین الافغاني ناسته ښایي د نومبر پر ۲۱مه ترسره شي
د چین په کوربه توب د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني ناستې محور به د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او سولې خبرې وي
 الافغاني ناستې د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي.
د بیجنګ بین الافغاني ډیالوګ یوشمېر ګډونوال وایي، چې ددې ناستې لپاره حکومتي لېست ترتیب شوی او ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو دغه ناسته ترسره شي.
د بېجینګ ناستې برخه وال شېرمحمد اخندزاده وايي، په غالب ګومان دغه ناسته ښایي د نومبر پر ۲۱مه جوړه شي، چې طالبانو ورته له وړاندې خپل دوولس کسیز پلاوی انتخاب کړی دی.
افغان حکومت وایي، چې د بیجنګ ناستې لپاره یې د ګډون کوونکو کسانو لېست نهايي کړی او اکثره کسان پکې غیر حکومتي دي، خو ویل کیږي پر دې لېست اختلاف دی او حکومت غواړي چې د یو شمېر سیاسي مشرانو نومونه په دې لېست کې نه وي.
د سولې او پرمختګ اسلامي ګوند مشر عزیزالله دین محمد وايي، د بیجنګ بین الافغاني ډیالوک لپاره د پلاوي په انتخاب کې باید غور وشي او داسې کسان انتخاب شي، چې له سولې سره مخالفت ونه لري.
د بیجنګ ناستې د برخه والو د لېست پرسر د اختلافاتو په تړاو راپورونه داسې مهال دي، چې په عامه او سراتیژیکو روابطو کې د ولسمشر سلاکار دوه ورځې مخکې وویل، چې د چین ناستې لپاره حکومت لېست نهايي کړی چې ډېره برخه یې غیر حکومتي کسان دي.
https://avapress.com/vdcizwaz5t1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته