دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 195315
د مشرانو جرګې غړي:په لغمان کې د ملکي خلکو پر موټرو د بهرنیانو برید ستر وحشت دی
بهرنيو ځواکونو دغه بريد د لغمان د خلکو پر دوو موټرو نه دی کړی، بلکې دا پر ټولو افغانانو بريد دى، ولسمشر غني دې د بې ګناه خلکو پوښتنه وکړي
د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو په لغمان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پر ملکي موټرو برید غندي او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د تېرې اونۍ په پای کې بهرنيو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ په سيمه کې د ملکي خلک درې موټر په ګازي ګولیو ویشتلي او سوځولي یې دي چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي. د پېښې د مشرانو جرګې غبرګون را پارولی دی.
د مشرانو جرګې غړي لطف الله بابا پرون د دې جرګې په عمومي ناسته کې د لغمان پېښه وغندله او ويې ويل:” د دې وحشيانو له خوا پر ملکي موټرو اور غورځوونکې ګولۍ غورځول شوې، دوه موټر سوځېدلي، څو کسان ټپيان او څو دوکانونه هم سوځېدلي دي؛ متاسفانه دغه وحشت پر عام سړک او پر عام محضر کې شوی.”
دی زياتوي، تر دې وړاندې کله چې د بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي خلک وژل کېدل هغوی به يې طالبان او يا داعشيان بلل، خو اوس به د بهرنیانو ځواب څه وي.
د مشرانو جرګې بل غړي محمد هاشم الکوزي وویل :”بهرنيو ځواکونو دغه بريد د لغمان د خلکو پر دوو موټر نه دی کړی، بلکې دغه بريد پر ټولو افغانانو دى.”
هغه زیاته کړه:«پر بهرنيو ځواکونو غږ کوو چې زموږ د خلکو درناوی دې وکړي او پر ولسمشر غږ کوو چې د بې ګناه خلکو پوښتنه دې وکړي او دغه موضوع دې په جدي ډول وڅېړي.»
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د لغمان یاده پېښه وحشت وبلله.
هغه وویل:”د دې ترڅنګ چې ملکي خلک ټپيان شول او موټر يې وسوځول شول، مهمه دا ده چې څومره وحشت وشو، دهشت وشو، څومره وېره خپره شوه؛ څومره د نظام وسله والو مخالفينو له دې کاره ناوړه ګټه واخيسته او څومره د خپل استقلال پر وړاندې داغداره شوو.”
ده وویل چې ولسمشر او د امنيتي او دفاعي ارګانونو چارواکي بايد دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او عاملين يې د افغانستان د قوانينو په رڼا کې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
https://avapress.com/vdcjvieviuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته