خوښ ديک ۰

حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې په تړاو پـټې خبرې رد کړې

داسې راپورونه وو چې ولسمشر غني په پټه یو پلاوی قطر ته استولی څو له طالبانو سره خبرې وکړي
حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې په تړاو پـټې خبرې رد کړې
 د ملي امنيت شورا هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته پلاوی استولى دى.
اریانا نیوز وړمه ورځ لیکلي وو چې چې د افغانستان حکومت یو پلاوی متحده عربي اماراتو، چين او يا هم قطر ته تللى او هلته يې له طالبانو سره پټې خبرې کړې دي.
خو د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل داسې اوازې او راپورونه ردوي او وايي چې هېڅ پلاوى په دې موخه
داسې راپورونه وو چې ولسمشر غني په پټه یو پلاوی قطر ته استولی څو له طالبانو سره خبرې وکړي
کوم هېواد ته نه دى تللى.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم دغه ډول راپورونه او پټې خبرې رد کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، هغه خبرونه حقيقت نه لري چې ګواکې د حکومت کوم پلاوی قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره ورغلی دى.
دا اوازې هغه مهال خپرې شوې چې د افغانستان د ملي امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت يو ګډ پلاوي چين ته سفر وکړ او د چين د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو سره يې ناستې درلودلې.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي چې دغه سفر له پخوا تنظيم شوى و او د سولې له روانو خبرو او هڅو سره يې هېـڅ تړاو نه درلود.
دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود: 195316 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *