کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې په تړاو پـټې خبرې رد کړې

20 عقرب 1398 ساعت 11:26

داسې راپورونه وو چې ولسمشر غني په پټه یو پلاوی قطر ته استولی څو له طالبانو سره خبرې وکړي


 د ملي امنيت شورا هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته پلاوی استولى دى.
اریانا نیوز وړمه ورځ لیکلي وو چې چې د افغانستان حکومت یو پلاوی متحده عربي اماراتو، چين او يا هم قطر ته تللى او هلته يې له طالبانو سره پټې خبرې کړې دي.
خو د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل داسې اوازې او راپورونه ردوي او وايي چې هېڅ پلاوى په دې موخه کوم هېواد ته نه دى تللى.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم دغه ډول راپورونه او پټې خبرې رد کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، هغه خبرونه حقيقت نه لري چې ګواکې د حکومت کوم پلاوی قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره ورغلی دى.
دا اوازې هغه مهال خپرې شوې چې د افغانستان د ملي امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت يو ګډ پلاوي چين ته سفر وکړ او د چين د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو سره يې ناستې درلودلې.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي چې دغه سفر له پخوا تنظيم شوى و او د سولې له روانو خبرو او هڅو سره يې هېـڅ تړاو نه درلود.


د مطلب کود: 195316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195316/حکومت-او-طالبانو-په-قطر-کې-د-سولې-تړاو-پ-ټې-خبرې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com