کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګې د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه

20 عقرب 1398 ساعت 12:21

د مشرانو جرګې غړي وايي چې د سولې د خبرو بیا پیل د انتخاباتو د پایلو پر اعلان پورې تړلی دی، کمېسیون باید په ټاکلي وخت پایلې اعلان کړي



 د مشرانو جرګې غړي وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پايلې بايد پر خپل وخت اعلان شي؛ ځکه چې د سولې خبرو لپاره بايد منتخب او پياوړی حکومت شتون ولري.
ټاکل شوې د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پايلې د لړم په ۲۳مه او وروستۍ پايلۍ يې د لیندۍ په ۱۶مه اعلان شي.
مشرانو جرګې غړي انارکلي هنریار وايي، د سولې خبرې د انتخاباتو د پایلو له اعلان سره تړاو لري، اړينه ده چې د انتخاباتو پايلې پر خپل وخت اعلان شي څو د سولې خبرې د يو منتخب او پياوړي حکومت له خوا پر مخ يووړل شي.
د مشرانو جرګې بل غړي لطف الله بابا هم د انتخاباتو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې پر خپل وخت اعلان کړي؛ ځکه چې له امله یې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو پايلې پر خپل وخت اعلان کړي.


د مطلب کود: 195317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195317/مشرانو-جرګې-د-ولسمشریزو-انتخاباتو-لومړنیو-پایلو-ژر-اعلان-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com