دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 195317
مشرانو جرګې د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه
د مشرانو جرګې غړي وايي چې د سولې د خبرو بیا پیل د انتخاباتو د پایلو پر اعلان پورې تړلی دی، کمېسیون باید په ټاکلي وخت پایلې اعلان کړي

 د مشرانو جرګې غړي وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پايلې بايد پر خپل وخت اعلان شي؛ ځکه چې د سولې خبرو لپاره بايد منتخب او پياوړی حکومت شتون ولري.
ټاکل شوې د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پايلې د لړم په ۲۳مه او وروستۍ پايلۍ يې د لیندۍ په ۱۶مه اعلان شي.
مشرانو جرګې غړي انارکلي هنریار وايي، د سولې خبرې د انتخاباتو د پایلو له اعلان سره تړاو لري، اړينه ده چې د انتخاباتو پايلې پر خپل وخت اعلان شي څو د سولې خبرې د يو منتخب او پياوړي حکومت له خوا پر مخ يووړل شي.
د مشرانو جرګې بل غړي لطف الله بابا هم د انتخاباتو له خپلواک کمېسيونه وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې پر خپل وخت اعلان کړي؛ ځکه چې له امله یې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو پايلې پر خپل وخت اعلان کړي.
https://avapress.com/vdcb8sb8zrhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته