دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 195321
د امریکا د پوځ لوی درستیز: کار مو نه دی ختم شوی ډېر کلونه به په افغانستان کې وو
امریکايي ځواکونه به د اوږده مهال لپاره په افغانستان کې حضور ولري. د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ددوی ماموریت تر دې دمه په افغانستان کې نه دی بشپړ شوی.
دده په خبره امریکایي ځواکونه به د څو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې وي او هڅه کوي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.
مارک میلي ویلي دوی افغانستان ته ددې لپاره راغلي چې نړیواله ترهګري ختمه کړي او اجازه ور نه کړي چې له دغه ځایه امریکا او یا کوم بل هېواد ته ګواښ متوجه شي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې امریکایي ځواکونه به تر څو کلونو په افغانستان کې وي خو په خبره یې تر اوسه ددوی ماموریت نه دی بشپړ شوی.
مارک میلي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو پلوی دی.
د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې لپاره د طالبانو ستر شرط هم دی.
https://avapress.com/vdcgxn9qqak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته