دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 195322
داعش ډله مو ختمه کړې، مهم مرکزونه مو یې له منځه وړي
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،د کورنیو چارو وزير وايي دداعش ډلې مهم مرکزونه یې ختم کړي دي او دغه ډله د ورکېدو په حالت کې ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي خبریالانو ته ویلي چې په ختیځو ولایتونو کې دداعش ډلې وروستی مرکز هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلی دی او په نورو ولایتونو کې یې هم پر وړاندې عملیات روان دي.
دده په خبره دغه ډله د ورکېدو په حالت کې ده او په کونړ کې هم د ولسونو په مرسته دغه ډله ختمېږي. افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې روسیې څو ورځې مخکې په افغانستان کې د داعش له لوري د نوو مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.
روسیې ویلي وو، چې داعش له افغانستان سیمې ته ګواښونه جوړوي. تاجکستاني چارواکو هم ادعا کړې چې څو ورځې وړاندې دداعش وسله وال له افغانستان ور اوښتي او د دوی پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي.
https://avapress.com/vdchimnzi23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته