کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهمو طالب قومندانانو او څلور تنه پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ تنه ترهګر ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1398 ساعت 10:37

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند روکیانو سيمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د وسله والو طالبانو د دریو مهمو ځایي قومندانانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.


دغه برید تېر (د یکشنبې) ماښام ناوخته ترسره شو، چې پر څلورو نورو وسله والو طالبانو سربېره د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي میرزا جان، د اریوب ولسوالۍ لپاره د الله نور (مشهور په شوټي) په نوم یو تن قومندان او د قاري حبیب په نوم یو بل سرګروپ له وسلو او یوه عراده پېک اپ موټر سره یو ځای له منځه یوړل شول. د دغو طالب قومندانانو او جنګیالیو په وژل کېدو سره به په ځاځي اریوب او احمدخېلو ولسوالیو او په ټوله کې د پکتیا په امنیتي وضعیت کې لا ښه والی راشي.

د یکشنبې په ماښام د زرمت ولسوالۍ اړوند شینۍ سیمه کې هم د افغان ځواکونو په هوایي برید کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول. په دواړو بریدونو کې له وسله والو طالبانو پرته بل چا ته کوم زیان ندی اوښتی.

د یکشنبې په مازدیګر د څمکنیو ولسوالۍ اړوند اندړو سیمه کې هم څلور تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي چې څلور واړو وژل شوي ترهګر پاکستاني دي چې سیمې ته د وسله والو طالبانو په ملتیا د ترهګریزو فعالیتونو او ماین جوړونې لپاره راغلي وو.

وسله والو طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو او ملکي خلکو د وژنې په دوام د افغان ملت د سولې غږ ته نه ویلي چې له همدې امله د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

پکتیا رسنیز دفتر


د مطلب کود: 195323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195323/د-مهمو-طالب-قومندانانو-او-څلور-تنه-پاکستاني-ترهګرو-په-ګډون-۱۳-ترهګر-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com