کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو کمېسیون: د رأیو تفتیش او بیا شمېرنې وروسته لومړنۍ پایلې اعلانېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1398 ساعت 11:58

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیې ورکولو د څه باندې اتو زرو محلونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه روانه ده او هڅه کوي چې د ټاکلي مهالویش سره سم د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ نتیجه اعلان کړي.



د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات دغه څرګندونې تېر ماښام وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړې چې د ولسمشرۍ یوه کاندید او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله کابل کې د لویې جرګې په کیږدۍ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د دغو محلونو د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ او له دې کمېسیونه یې وغوښتل چې دغه بهیر سمدستي ودروي.
خو سادات وویل، دغه پرېکړه د دې کمېسیون د رهبرۍ په اکثریت شوې او له ټولو کاندیدانو غواړي څو په دې بهیر کې له کمېسیون سره همکاري وکړي.
ښاغلي سادات د یو شمېر لورو هغو اندېښنو ته په پام سره چې ښایي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو نتیجه بیا وځنډیږي وویل، کمېسیون تر ډېره هڅه کوي چې په ټاکلي وخت دغه نتیجه اعلان کړي.
سادات زیاته کړه: "زموږ نهایي کوښښ همدا دی چې په هغه نېټه چې د عقرب ۲۳ ده، د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي پایلې اعلان کړو خو مونږه مشروطې بللې وې چې د درملوګ کمپنۍ پر خپل وخت معلومات د رأیې ورکونکو راکړي، د کاندیدانو ناظرین همکاري وکړي په پروسه کې، ځینې نور شرطونه هم وو چې د هغو پر اساس موږ کولی شول، اما درملوګ په پنځه ورځني ځنډ د رأیې ورکوونکو معلومات مونږ ته راکړي خو اوس هم موږ نهایي کوښښ کوو څو وتوانېږو د عقرب په ۲۳ د ولسشمرۍ د ټاکنو ابتدایي پایلي اعلان کړوو."
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې په څو ځلې په ځنډ د میزان د میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، په پام کې ده لومړنۍ نتیجه یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ چې د عقرب ۲۳ ده اعلان او وروستۍ نتیجه یې د قوس په ۱۵ اعلان شي.
 


د مطلب کود: 195335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195335/ټاکنو-کمېسیون-د-رأیو-تفتیش-او-بیا-شمېرنې-وروسته-لومړنۍ-پایلې-اعلانېږي

آوا
  https://www.avapress.com