کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ځواک مشترک ستاد رییس:

د څو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتیږو

20 عقرب 1398 ساعت 12:07

مارک میلی، د امریکا ځواکونو مشترک ستاد رییس ویلی دی چی ددی هیواد نظامیان د افغانستان څخه ژير نه وځی او څو نورو کلونو لپاره به په افغانستان کې حضور ولری.



 
ښاغلی میلی دا اظهارات تیره ورځ د ای بی سی خبری شبکه کې مطرح کړی دی.
هغه که څه هم نه دی مشخص کړي چی امریکایی نظامیانو حضور په افغانستان کې د څو نورو کلونو لپاره به ادامه وکړی، خو ویلی دی: د څو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتیږو.
د واشنګتن تایمز په ریپورت سره، میلی په دی مصاحبه کې ویلی دی: افغانستان ته لاړو ترڅو هغه هیواد یوځل بیا د ترهګرو په ځالګۍ باندی بدل نه شی چی امریکا متحده ایالاتو باندی برید کوی. دا ماموریت تراوسه نه دی تکمیل شوی او ددی ماموریت بریالیتوب لپاره افغانستان حکومت او امنیتی قوا باید هغه هیواد داخلی امنیت تامین کړی او پرینږدی چی ترهګران د هغه هیواد څخه نور هیوادونو باندی بریدونه ترسره کړی.
هغه په داسی حال کې دا اظهارات کړي چی مخکې له دی امریکایی ارشد چارواکې بېل اظهارات په دی اړه مطرح کړی دی.
مخکې ولسمشر دونالد ترامپ ویلی وو چی نظامیان یی افغانستان څخه امریکا ته ګرځی. هغه همدارنګه ویلی وو چی یواځي استخباراتی ځواکونه یی افغانستان کې پاتیږی.
 


د مطلب کود: 195339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195339/د-څو-نورو-کلونو-لپاره-په-افغانستان-کې-پاتیږو

آوا
  https://www.avapress.com