کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې اول ځل له طبیعي ګاز برېښنا تولید شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1398 ساعت 13:08

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه هېواد کې کې لومړی ځل د ۴۰ میګا واټو په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ.



د دې بټۍ تولیدي برېښنا به د افغانستان د برېښنا شرکت په همکارۍ جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د څلوېښت زره کورنیو خونې روښانه کړي.
دا د ګازي برېښنا د تولید لپاره د افغان حکومت لومړنۍ هڅه ده، چې خصوصي پانګونې سره بشپړېږي.
د قدیر مطفي په خبره، دې پروژې سره به ډېرو خلکو ته کاروبار زمینه هم برابره شي او هم به له طبیعي سرچینو د کارېدو سبب شي.
"دې پروژې سره خلکو ته برېښنا رسېږي، د دولت عواید ور سره زیاتېږي. "
د نوموړي په وینا نورې ورته پروژو پلي کول هم پلان کې لري، چې پکې طبیعي ګاز د انرژۍ د تولید لپاره وکارول شي:
"دې سره خلکو ته د پانګونې زمینه هم برابرېږي او کار هم ور سره رامنځ ته کېږي".
د انځور حقوق د افغانستان د کانونو وزارت
د کانونو وزارت د دې بټۍ د لګښت په هکله څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت او خصوصي شرکت بیات ګروپ د ۱۳۹۵ کال تله کې د دې بټۍ جوړولو تړون کړی و چې جوړولو یې ۲۵ میاشتې وخت ونیو.
د افغانستان د برېښنا وزارت هغه مهال وویل، چې د بیات ګروپ شرکت په دریو پړاوونو کې په ۲۵۲ میلیون ډالر پانګونې سره د ۱۹۲ میګا واټ برېښنا د تولید وړاندیز کړی دی.
د لومړنۍ طرحې له مخې بیات ګروپ لومړي پړاو کې ۵۲ میګاواټه، دویم پړاو کې سل میګاواټه او دریم پړاو کې ۱۹۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، خو د افغانستان ستره اقتصادي شورا د ۵۲ میګاواټ برېښنا تولید تایید کړی و.
د بیات ګروپ شرکت مشر احسان الله بیات هغه مهال ویلي و چې د دې پلان د لومړي پړاو بشپړېدو سره به حکومت د کال ۹۰۰ میلون افغانۍ( له ۱۳ میلیون ډالرو ډېر) عاید ولري او د دریم پړاو بشپړېدو سره به دا عاید ۳،۲ میلیارد افغانیو ته ورسېږي.
ښاغلي بیات د خورا نوې ټیکنالوجۍ خبره کوله چې ضایعات به نه لري.
له دې مخکې د افغانستان د اوبو او برېښڼا وزارت له غضنفر ګروپ سره هم د ګازي برېښنا بټۍ د جوړولو تړون کړی و چې ارزښت یې ۷۵ میلیون ډالر ښودل شوی او تولیدي برېښنا یې هم نږدې ۵۰ میګاواټ بلل شوې ده.
سره له دې چې افغانستان ډېرې اوبه لري، خو د برېښنا برخه کې یې بندونه خپله اړتیا وړ برېښنا نشي برابرولی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه برېښنا د پوره کولو لپاره له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران برېښنا واردوي.
 


د مطلب کود: 195346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195346/افغانستان-کې-اول-ځل-له-طبیعي-ګاز-برېښنا-تولید-شوه

آوا
  https://www.avapress.com