دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 195349
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې  چاودنه   نن  د غرمې نه مخکې  په ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې  د میرویس میدان  په سیمه کې  شوې ده.

هغه ویلي دي چې چاودنه  د ټرافیک پولیسو په رینجر ډوله موټر شوې ده چې  له امله يي  ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

 هغه زیاته کړې ده چې چاودنه د مقناطیسي بم په پایله کې رامنځته شوې ده . رحیمي د برید مسئولیت پر طالبانو اچولی دی. 
https://avapress.com/vdcgtn9qyak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته