دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 195350
د رایو بیاځلې شمېرنې سره د حکمتیار مخالفت:

ټاکنې دې ۲ زرو څخه ډیر رایو مرکزونو کې بیاځلې ترسره شی

ټاکنې دې ۲ زرو څخه ډیر رایو مرکزونو کې بیاځلې ترسره شی
آوا خبرګزاری-کابل: ګلب الدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو نامزد خپل مخالفت د رایو بیاځلې شمېر سره اعلان کړ او د ټاکنو بیا ترسره کېدو غوښتونکې شو.

ښاغلی حکمتیار نن(دوشنبه-۲۰ عقرب) په یو خبری ناسته کې وویل چی په ۲۴۳۲ رایو مرکزونو کې د بایومتریک دستګاوی لاپته شوی نه دی، بلکه د تقلب کار ټیم له لوری غلا شوی دی.
هغه زیاته کړه: په هغه سیمو کې چی حریفانو رایو یی څو برابره وی، بایومتریک وسایل یی غلا کړی دی.
حکمتیار د رایو بیاځلې شمېرنې سره مخالفت ترڅنګ، وویل چی هیڅ سند او مدرک شتون نه لری چی په اساس یی پاک او ناپاک رایی سره بېل شی.
هغه په عینی حال کې ددی ۲۴۳۲ رایو سیمو د رایونه باطلیدو غوښتونکې دی. د هغه په وینا، ددی سیمو رایو باطلیدل،  د غله وو او تقلب کارانو سره مرسته دی.
 
https://avapress.com/vdciwwazut1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته