دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 195351
حکمتیار: ولسمشریزي ټاکنې ګټونکی نلري
د افغانستان د ولسمشیزو ټاکنو کاندید ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه کابل کې خبري کنفرانس ته وویل، چې ولسمشریزې ټاکنې ګټونکی نه لري او یادې ټاکنې دوهم پړاو ته ځي.
هغه ټینګار وکړ، چې دوهم پړاو ټاکنې باید د یو لنډمهاله حکومت لخوا تر سره شي او له لنډ مهاله حکومت پرته بله چاره نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون یکشنبه عبدالله عبدالله هم د رایو پر بیا شمېرنې نیوکې کړې وې او ویلي و، چې د رایو بیا شمېرنې ورته د منلو وړ نه دي.
https://avapress.com/vdcjiievvuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته