د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د سولې چینې عملیاتو په چوکاټ کې د تل ابیض په سیمه کې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو اړوند د ماینونو جوړولو یوه ستره زیرمه او تعلیمي مرکز کشف کړ.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې " د ترکېې د ملي دفاع وزارت اړوند کوماندو ځواکونو د سوریې د تل ابیض په سویل کې د عملیاتو او پلټنو پر مهال د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو اړوند د ماینونو د جوړولو یوه ستره زیرمه او روزنیز مرکز کشف کړ . پدې زیرمه کې موجودې ټولې وسلې او مهمات د وسله والو ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.
د ترهګرو د وسلو او مهماتو ددې زیرمې د لمنځه وړو سره هغوې ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شو. "