کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز کې خپل ماین ۵ طالبان او پکتیا کې یې ۴ پاکستانیان وهلي دي

20 عقرب 1398 ساعت 15:31


د پامیر ۲۱۷ قول اردو وايي، په کندوز ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې ۲ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي، خو بلخوا د پکتیا چارواکي وايي، د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې پر ۴ پاکستاني وسله والو خپل ماین را الوتی چې ټول یې وژل شوي دي.

 

پامیر قول اردو تاندته په یوه خبرپاڼه کې وایي، تېره شپه اته بجې په علي اباد حاجي محراب کلي کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړېده، چې له کبله یې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

 

 په همدې حال کې د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تاندته وايي، د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې تېر مازیګر څلورو پاکستاني وسله والو باندې چې د طالبانو په لیکو کې یې کار کاوه، خپل ماین چاودنه کړ چې له کبله یې ۴ واړه ځای پر ځای وژل شوي دي.

 

 طالبانو د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 195365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195365/کندوز-کې-خپل-ماین-۵-طالبان-او-پکتیا-یې-۴-پاکستانیان-وهلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com