کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: د طالبانو ماین ۱ څارنوال او ۳ پولیس وژلي دي

20 عقرب 1398 ساعت 16:25


د خوست ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په علیشیر ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو څارنوال او درې پولیس وژلي، دوه نور پولیس ژوبل دي.
د خوست  د والي ویاند طالب منګل وايي، پېښه تېره شپه شوې او طالبانو د علیشیرخېلو ولسوالۍ پر یوه پوسته برید کړی چې امنیتي ځواکونه یې مرستې ته ور روان شوي خو په لاره کې د پولیسو یو رینجر موټر ماین وهلی چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
د افغان غږ (AVA) د خبریال د خبر له مخی، په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ لخوا ویل شوي چې تېره شپه علیشېرو ولسوالۍ کې د دوی یو څارنوال هم له پولیسو سره دندې لپاره وتلی او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، په علیشیرو ولسوالۍ کې یې ۸ پولیس، یو څارنوال وژلی او ۹ پولیس یې ژوبل کړي دي.


د مطلب کود: 195368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195368/خوست-د-طالبانو-ماین-۱-څارنوال-او-۳-پولیس-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com