دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 195385
افغانستان کې په لومړي ځل د ګازي برېښنا تولید پیل شو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې هېواد په جوزجان ولایت کې د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې هېواد په جوزجان ولایت کې د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړه شوه او ازمایښتي کار یې پیل کړ.
د دې وزارت ویاند قدیر مطفي وایي، د بیات پاور شرکت په پانګونه دا ګاز بټۍ په خصوصي پانګونې سره جوړه او بشپړه شوه، چې لومړیو کې به پنځویشت میګاواټه برېښنا تولیدوي او بالاخره به یې تولید کچه ۴۰ میګاواټو ته ورسېږي.
نوموړی زیاتوي، د دې بټۍ تولیدي برېښنا به د افغانستان د برېښنا شرکت په همکارۍ جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د څلوېښت زره کورنیو خونې روښانه کړي.
دا برېښنا په جوزجان ولایت کې جوړه شوې چې د طبیعي ګاز زېرمې لري.
https://avapress.com/vdcg7n9qnak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته