کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار؛ د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۴ فیصده رأيي تقلبي دي

20 عقرب 1398 ساعت 18:23

د ولسمشرۍ نوماند، ګلبدین حکمتیار دوشنبه په کابل کي د یوې خبري ناستي پر مهال د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۴ سلنه رایي چي صندوقونو ته اچول سوي دي، تقلبي او غیرمعیاري وبللې.


هغه زیاته کړه چي له پاکو رایو د ۱،۲ میلیونو بیلولو سره به د ټولو تقلبي رایو شمېر ۴۴ سلني ته ورسېږي.
ښاغلي حکمتیار وویل چي اوس مهال اصلي جنجال په ۳۰۰ زره رایو دی، چي یوازي د ولسمشرۍ د نوماند اشرف غني پرته، ټول نوماندان یې غیرمعیاري بولي: “خو د غني ټاکنیزه ډله یې معتبرې بولي، ځکه چي په ګټه یې په غیرقانوني توګه صندقونه ډک سوي دي.”
هغه وړاندي وايي: “۳۰۰زره رایي د منلو نه دي. د تقلبي رایو د نه شمېرلو سره به نسبي پاکي رایي یو میلیون او ۵۰۰ زره پاته کېږي او ناپاکي رایي کابو یو میلیون ۲۰۰ زره دي، له دې سره ۴۴ سلنه رأیي تقلبي او غیربایومټریک دي.”
دی زیاتوي چي له ۳۰۰ زرو ډېري رأیي له ټاکنو یوه شپه مخکي یا د قانوني وخت پای ته رسېدو وروسته صندقونو ته اچول سوي دي.
حکمتیار وړاندیز کوي چي په ټاکنو کي دي د درغلیو د څېړنو لپاره د نوماندانو په مشورې لوی قضايي پلاوی جوړ سي، ځکه دا کار څارنوالي او د هيواد محکمې نه سي کولای.
حکمتیار د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د پایلو له اعلانه عاجز بولي او زیاتوي: «سره له دې چي کمېسیون ویلي وو له ټاکنو دوې ورځي وروسته به پایلې اعلانوي خو نن له څلویښتو ډېري تېري سوي دي، خو دوی پایلي نه سي اعلانولای.”


د مطلب کود: 195387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195387/حکمتیار-د-ولسمشرۍ-ټاکنو-۴۴-فیصده-رأيي-تقلبي-دي

آوا
  https://www.avapress.com