کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندی کې ثبات او همپالنې ټیم د رایو تفتیش مخه نیولي

20 عقرب 1398 ساعت 20:34

ټاکنو کمیسیون مسوولین په دایکندی ولایت کې خبر ورکړي چی ددی ولایت رایی د هیواد مرکز او کارکوونکو او ناظرینو استول شوی هیئت له لوری تفتیش نه دی شوی او وایی: ثبات او همپالنې ټیم دایکندی ولایت کې اجازه ورنه کړ ترڅو رایو تفتیش ترسره شی.



آوا خبرګزاری؛ امان الله حبیبی د دایکندی ولایت ټاکنو کمیسیون رئیس ددی ولایت سیمه ییزو خبرنګارانو ته وویل: قرار وو چی د ۶۳ سیمو رایی د بایومتریک سیستم سره اختلاف له امله تر تفتیش لاندی قرار نیول شوی وای، خو ثبات او همپالنې ټیم هواداران ددی کار مخه نیولی.
حبیبی زیاته کړه: دا موضوع د ټاکنو کمیسیون مرکزی دفتر سره شریک شوی او وروستو هدایاتو ته په صبر یو.
په همدی حال کې غیرت علی جواهری د دایکندی ولایت ولایتی شورا غړۍ آوا خبرنګار ته وویل: ددی دلیل چی ثبات او همپالنې ټیم دایکندی ولایت کې د رایو تفتیش مخه نیولی همغه د ریاست جمهوری کاندیدانو له لوری د رایو تفتیش تحریم فیصله دی چی دا عمل د قانون خلاف او مغرضانه بللی دی.
هغه زیاته کړه، ټاکنې په دایکندی کې شفاف او عادلانه ترسره شوی او تفتیش ته اړتیا نه لری او د کمیسیون دا اقدام د قانون او اصولو خلاف دی او د خلګو قبول وړ نه دی.
 


د مطلب کود: 195402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195402/په-دایکندی-کې-ثبات-او-همپالنې-ټیم-د-رایو-تفتیش-مخه-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com