کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کي د رایې شمېرني دوهم پړاو پروسه پيل سوه

21 عقرب 1398 ساعت 10:26


دهلمند د ټاکنوخپلواک کمېسیون رئیس وايي: د ټولو (۵۹۰) صندقونه رایې به بیا وشمیرې.
د رایو شمیرني پروسه کي د دولت ساز ټيم ناظرین حاضر و، خو د پروسې د پیل په پروسه کي د نورو ټیمونو ناظرین نه معلومېدل.
هلمندکي نن سهارپرنهه بجو دټاکنوخپلواک کمېسیون دفترکي د رایوشميرني پروسه پیل سوه.
په دې پروسه کي د نورو کاندیدانو ناظرین نه وه، خو یوازي د دولت سازټیم او ازاد ناظرینو ګډون کړی و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس شبیراحمد حلیم وايي : د ټاکنو پروسه يي د کاندیدانو او ازادو ناظرینو په وړاندي پیل کړې ده ، چي هیله لري ، د ټولو کاندیدانو ناظرین به هم ګډون وکړي.
دی وايي : د رایو بیا شمیرني پروسه يي شفافه ده ، او هیڅ ډول ستونزه به پکي رامنځ ته نسي.
هلمند کي د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس وویل : د رایو شمېرنې په دې پروسه کي څلور ډوله صندوقونه لري ، چي ځیني يي شمیرل کیږي او ځیني تفیتش کیږي.
د ده په وینا هغه صندوقونه به تفتیش سي ، چي د بایومیتریک دستګاوي يي خرابي سوې یا هم ورکي سوې وې.
د یادوني وړده چي ، هلمند کي یو لک او پنځلس زره رايې ورکړل سوي وې ، چي شاوخوا یوسل او دیرش ډول ، ډول شکایتونه هم ثبت سوې وه.


د مطلب کود: 195424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195424/هلمند-کي-د-رایې-شمېرني-دوهم-پړاو-پروسه-پيل-سوه

آوا
  https://www.avapress.com