کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار انار، چي نړيوال شهرت لري سږ کال پر درختو پاته سول

21 عقرب 1398 ساعت 11:08

د کندهار انار، چي په پوست نازک، په خوند خواږه او په رنګ تک سره دي په افغانستان او نړۍ کي ځانګړی شهرت لري.

د کندهار زراعت رياست د معلوماتو پر اساس سږکال په کندهار د انارو حاصلات ۱۷۸ زره او درې سوه ټنه وه خو سږ کال د دغه حاصلاتو ډېره برخه پر درختو د موسمي بارانونو له امله زيانمنه سول.
د انارو باغداران او سوداګر وايي سږکال د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات کم وه خو دغه کم انار هم پر درختو وراسته سول.
هغوئ وايي د دولت د نه پاملرني او د پاکستان لخوا پر انارو د ټکس لوړوالی هغه لاملونه دي، چي سږکال پر انارو په درختو کي موسمي بارانونه وسول.
دوئ د هوايي دهليز فعاليت يوازي د باغدارانو او محلي سوداګرو تېرايستل بولي ځکه په وينا ئې که د هوايي دهليز له لاري د کندهار انار نړيوالو بازارونو ته رسېدلي وای اوس به يې دغه حالت نه وای.
د افغانستان د سوداګري خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند هم پر درختو د انارو د پاته کېدو لامل د پاکستان لخوا د ټکس زياتوالی په ګوته کوي.
د افغانستان د سوداګري خوني مرستيال زياتوي که دولت غواړي د کندهار انارو ته بازار او نرخ پيداکړي اړينه ده،چي کندهار کي د انارو لپاره معياري ساتنځايونه جوړکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستيال وايي تېرکال ئې له کندهاره د انارو ټول صادرات ۴۵ زره ټنه وو خو سږکال ئې تر دې دمه ۳۳ زره ټنه انار بهر ته صادر کړي او د صادراتو لړي لا هم روانه ده.
هغه له دولته غواړي، چي يا خپله او يا هم د خصوصي سکتور سره په مشارکت په کندهار کي د انارو د پروسس فابريکې جوړي کړي.
يوازي انار نه دي، چي سږکال د پاکستان لخوا پرې ټکس لوړ سوی دا ستونزه تکراري او په تيرو کلونو کي هم وه؛ پاکستان هر کال د مېوو په موسم کي پر حاصلاتو يا خو ټکس لوړ کي او یا هم د مېوو په وخت کي پر ډيورنډ فرضي کرښه د چمن دروازه د سوداګرو پر مخ وتړي.

د مطلب کود: 195425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195425/د-کندهار-انار-چي-نړيوال-شهرت-لري-سږ-کال-پر-درختو-پاته-سول

آوا
  https://www.avapress.com